د استاد پسرلي په پسته اور کې پسرلنیو شیبو تصویرونه

اسدالله بلهار جلالزی؛ لیکوال او ژورنالیست
پسرلی هغه موسم چې پکې د لمر تودې وړانګې، د باران راڼه څاڅکي، د اوبو شهاری، په څانګو کې د ګلغوټیو غوړېدنه، ورسره پرې د مچیو او بوراګانو اټن، په دښتو او د غرو په لمنو کې د رنګونو ویشینه او… د زړه تل ته د ملایمو وږمو رسیدل او له دې سره د ډول ډول مرغانو چڼ چڼ د نوي ژوندانه ، ښکلا او مینې احساس ته وده ور کوي او تر موږ يې را رسوي. کله چې د طبیعت په غېږ کې دا سمفوني غږیږي او یا هم دا نرمې وږمې د ګلونو پاڼې په یوه او بله خو اړوي را اړوي د شاعر حس هم ترې متاثر کیږي. د پښتو ادب د شعر او شاعرۍ په بڼ کې به داسې شاعر تر نظره نه شي چې د پسرلي دغو خوندورو شېبو پرې اغېز نه وي کړی او په شعر کې يي د پسرلي د ښکلا په اړه څه و نه لیدل شي. موږ په پښتو ادب کې د هغه د ایجاد له پیله د پسرلي ستاینه وینو او دا لړۍ د اوسنیو شاعرانو په شعرونو کې هم لیدل کیږي. د پښتو غزل استاد محمد صدیق پسرلی یو له هغوو شاعرانو دی چې د خپلو پنځوونکو څلوریزو ټولګې ته یې د پسرلي د نرم باران ( پسته اور) نوم غوره کړی. د پسته اور په څلوریزو کې د پسرلي د بیلا بیلو شیبو تصویرونه وینو، د پسرلینو وږمو تصویرونه چې د ګلو له پاڼو سره لوبې کوي، د هیلو، او امیدونو تصویرونه، وګورئ په لاندې څلوریزه کې استاد پسرلی، د ګلونو او پرې د پاسه د وږمو د رغړیدلو، او په مړاوې زړه کې د مړو د پاڅیدو څومره په زړه پورې تصویر د لوستونکو مخ ته ږدي:
پسته وږمه چې په ګلو رغړي
نظر له شوقه پرې کوي پړي
مسیح د هیلو بهار د غرونو
په مړاوي زړه کې پاڅوي مړي
**
تر پسرلي مخکې ، غر، سمه او په کې بوټي ګلان، ټول ویده او په دارنه خوب کې ډوب وي خو کله چې پسرلی په را رسېدو شي نو بیا دا هرڅه له خوبه را پاڅوي، زموږ د هیواد د غرونو رغونو پسرلی ډیر ښکلی او د لیدو وړ دی. د پسته اور په څلوریزو کې مو د غرونو د بهار بیل او زړه راښکونکي انځورونه تر سترګو کیږي، هرګل بل شان ګل غوړولی، شنې لمنې یې هم داسې رنګینې شوې لکه چې طاوسان پرې را ټول وي او هلته يې د پسرلي پتیاوي ته بنډار جوړ کړی وي. د طاوس پیتاوی، نوی او داسې تصویر دی چې تر اوسه د بل شاعر په شعر کې نه دی راڅرګند شوی.
بهار د غرونو پاڅوي مړی
هربوټي بل شان ګل وي راوړی
په شنو لمنو کې ته به وايې
چې طاوسانو پیتاوی کړی
***
همدا ډول استاد پسرلی د تازه پسرلي د شیبو او پر پاڼو د پرتې پرخې، پاس په اسمان کې د مازیګر او ماښام ترمنځ د زاڼو د غږونو، یون او خوځون په اړه وايي چې داسې شیبې له کاڼو هم زړونه وړي. استاد، کاڼي هم زړه لرونکي ګڼي. دا خبره په عامیانه ډول داسې هم ویله شوې. د کاڼي زړه لري. لکه کاڼی داسې زړه يي دی. خو استاد وايي چې همدا کاڼي په خپله هم زړه لري، چې د تازه پسرلي شیبې يې ترې وړلای هم شي.لکه دا:
تازه بهار او پرخه په پاڼو
تنکی ماښام او سرود د زاڼو
بهار بهار کړي د غره په خوا کې
چې یوسي زړونه حتی له کاڼو
***
د نوروز د سیمې ښکلا، لطافت، د بلبلو د شور او غاړې، د پسته اور د خوندورې شیبې، سمسورتیا، او تازه والی تر ډیره له نورو هغو سیمو زیات دی، چیرته چې د نوروز د ورځو نری نیسم نه چلیږي. فرخار هغه سیمه چې د ځمکې مخ او ټوله شنه لمنه کې یې د بلبلو، ریزونه، چغهاری او سرود خوریږي او د دې سرودونو اوریدل هم بیل کیف لري. ځکه خو استاد، پسرلي ته توصیه کوي چې که بیا راتللې نو یو ځل همدې خوندور سرود ته غوږ شه
ښکلي بهاره، ښکلي بهاره
که بیا راتللی له شنه فرخاره
د بلبلانو د زړه سرود ته
یوڅه غوږ کیږده زما له پاره
۱۰۹ مخ
***
کله چې د پسته اور څلوریزې کې د یوې شېبې له پاره هم تم شو، موږ به په کې په ځلونو ځلونو د پسرلي د بیلابیلو شېبو، رنګینو، ښکلاګانو او سمفونې حالاتو تصویرونه ووینو. هلته به د پسرلي په ورځو کې په پراخو ورشوګانو، بڼونو، سمه او غر شین او د رنګینو ګلانو فرش غوړیدلی وي. راځئ یو ځلې دې تصویر ته ځیر شو. کله چې په کلیو او بانډو کې کوم نومیالی، کوم مخور، یا هم بل نوموتی وطنپال، د ولس خادم یا… را څرګند شي. ټول خلک يي د لیدو له پاره شېبې شماري، په کورونو کې ناستې خویندې او میندې يي د لیدو لپاره له دیوالونو سرونه پسې را پورته کوي.په لاندې څلوریزه کې دا حال څومره ښه تشبه شوی دی؛
پسرلی فرش کړي په راغ ګلونه
نیسي جنون ته ایاغ ګلونه
خدایزده په چا پسي تر دیوالونو
جګ کړي سرونه د باغ ګلونه؟
۸۷ مخ
یا دا چې استاد پسرلي د وطن د غرونو وقار ته پام کړی، د خپل وطن ابشارونه يي نه دي هیر کړي، دی وايي: پسرلی چې د غرونو لمن نیسې خو وقار یې ورته ښکاره دی. هغه وقار ویني، هر کاڼی او تیږه یې درنه ده.
که لمن نیسي بهار د غرونو
ښايي چې ویني وقار د غرونو
د درنښت کاڼي يې هره تیږه
تر مستو مست وي آبشار د غرونو
-۹۶ مخ
**
استاد پسرلی د کال په دې ښایسته فصل کې له دې حاله هم ژاړي چې د تاریخ او زمان جبر د وطن په خلکو باندې ځمکه سره تبۍ کړې. کلي، کورونه، باغونه، کروندې، دښتې، غرونه او رغونه، او د دې وطن د انسانانو سینې د تودو وسپنو او توپونو په ګولیو سورۍ شوي او د اورونو په لمبو کې د وطن د بې وسه انسان غوښې هم وریتې شوې له خپل کور او کلي نه کډه شو. استاد وايي: پسرلی تیر شو، اوړی راغی خو جنګ لا دوام لري. دی هیله لري چې کاشکې داسې نه وای. د توپ خولو ته بوړې ایښودل شوي وای. موږ چې په سړو سیمو کې ژوند کوو، د ژمي په مهال د اوسیدو کوټې د تاووخانو په ذریعه تودو، تاوخانه د کوټې په دیواله کې یوسورۍ لري، چې کله لوڅ وي نو خوله همداسې توره وي لکه د توپ خوله، په کورونو د اور له بلیدو وروسته په همدې سوري کې بوړی ایښودل کیږي. یا چې ژمی و وځي نو بیا خو بیخې بوړې په کې کیښودل شي. دلته د بوړي یادونه موږ د هغه تصویر مخې ته دروي چې له پسرلي سره سم اورونه بند شي او د تاوخانې په سوري کې بوړی د اوږدې مودې لپاره کېښودل. راځئ چې دا تصویر هم ووینو:
پسرلی هم تیر شو، بیا راغی اوړی
د توپ په خوله چا نه کیښود بوری
د انسان زړه شو په دې سدۍ کې
د ډیرانونو خوا کې خرڅوړی
د پسته اور په څلوریزو کې موږ هغه تصویر هم لیدلای شو چې کله د سپینو واورو بړستن په ټوله سیمه خوره وره وي. زموږ خلک داسې وخت کې دا اصطلاح هم کاوري او وايي: ځمکه ویده ده. خو د پسرلي له راتلو سره به ویښه او بیا سمسوره شي. موږ ته دا هم راښکایږي چې تر دې بړستنې لاندې یو ښکلی تازه پسرلی ویده وي. استاد وايي: په داسې شیبو کې چې فکر ارام وي. د زړونو ازار نه وي. یا ویده وي. زړونه مطمئن وي، زخمونه، پرهرونه او ټپونه ونلري، بیا دې یوڅه وخت بهار هم ویده وي. ارام دې وکړي.
چې فکر آرام او آزار ویده وي
زړه مطمئن او پرهار ویده وي
خیر که د واورو تر بړستن لاندې
څو وخته نور هم بهار ویده وي
۹۸ مخ
***
د امیدونو بهاره راشه
د سویو زړونو تیماره راشه
که دې راتله هم نه وي په خیال کې
زما د زمول زړه لپاره راشه
***
که د پسته اور په ډیرو څلوریزو کې مو د شړکنده باران، د ابشارونو د شرهار د وږمو د سیلیو کښاري، د ګل پاڼو، غوټیو، څانګو د ترپهاري، د بلبلانو، او نورو مرغانو د چڼچڼ سمفوني تر غوږو کېږي له بلې خوا مو د غرونو، کمرونو، پرښو او رغونو د پاسه د سپینو او تورو وریځو د کنډکونو، یوې او بلې خوا ته د لالهاندو منډو ترړو تصویرونه هم تر سترګو کیږي. چې د هرلیدونکي له پاره لیده کاته بیل کیف لري. استاد پسرلي دې ټولو ښکلاوو ته په پام یوه بل پټ درد هم ځوروي. هغه درد چې دی د تخار د فرخار له غېږی لرې پروت دی، مساپر دی د مساپرۍ، بیکسي او بې وسۍ درد له مسافرو پرته نور څوک ډیر نه شي محسوسولای، هغه درد چې درملنه يي یوازې او یوازی په دیدن سره شوني وي او بس، بهار د امیدونو، هیلو او اسرو یوه ټولګه ده. او د بیمارو زړونو تیمارهم ورسره دی.
په لاندې څلویزه کې هم د پردیسي د پسرلي او نوروز په اړه وايي:
پسرلی راغی په پردیسۍ کې
نوروز هم تیر شو په بیکسۍ کې
ښکلې بهاره په چا ور مه شې
په پردیسي کې په بې وسۍ کې۱۱۲مخ
***
ژوند ښکلی دی. کله چې له دې ښکلا سره بیا د فرخار ښکلا یوځای شي ښکلا يي څو برابره زیاته شي. او چې بیا بهار ورسره مل شي نو بیا خوښکاره خبره ده چې د لیدو تلوسه او ارمان یې د هرچا په زړه کې په ټوپونو شي. په پسته اور کې هم چې په هره شیبه ښکلا ښکلا ده. د فرخار د بهار ښکلا، تازه، ګلونه چې ورباندې لوړې او خوړې ښایسته شوې دي. استاد يي غوښتونکی دی اود صنم مخې ته ډالۍ کوي:
ښکلی فرخار وای، ښکلی فرخار وای
تازه ګلونه، تازه بهار وای
د تا له مخه، ستا له قدمه
لوړې او خوړې ګل وګلزار وای
۱۱۳ مخ
یا دا:
چې بحر مست وي، څپې شي مستې
زړه چې را پاڅي شیبې شي مستې
بهار چې دښتې سرې زرغونې کړي
د شپنو ورځي او شپې شي مستې-۱۱۴ مخ
***
رښتیا هم کله چې بحر په مستۍ شي، څپې څپې واوړې او را واوړې، په داسې لمحو کې زړه هم له را پاڅیږي او په مستې شي. د بهار له راتګ سره چې دښتې او میرې هم شنې زرغونې شي. یا بهار په خپل راتک سره په دښتونو کې رنګونه وشیندې نور به خوشحاله وي یا به نه وي خود شپنو له پاره بیا د بهار دا ورځي اوشپې د مستیو ورځي وي. استاد موږ ته د شپانه د بهار تر منځ د مستي او دوستي، تړاو انځور کړی.
پسرلي دښتونه شنه زرغونه کړای
بڼ یې تر خیال هم لا ښایسته کړای
آزاد مرغه وای په خپل وطن کې
ما به لا نوره پاچهي څه کړای؟ ۱۱۵ مخ پسته اور
**
موږ چې کله نه کله په خپلو خیالونو کې دومره رنګینې نړۍ ودانه کړو چې په حقیقت کې کمسارې وي.استاد وايي: چې د خیال له دې نړۍ او بڼ سره پسرلې هم دښتونه شنه زرغونه کړي وای اوانسان لکه د آزاد مرغه په څیرپه کې هرلوری ته الوتنه کولای، خپل وطن وای، خپله هوا نو تر دې زیاته به بله کومه پاچاهي لوړه او ښه وای. چې وطن وي بهار وي. شنه زرغونه دښته، او پکې په خپل زړه الوتنه، یو وخت مې له خپل استاد نه د جنت په اړه اوریدل چې د جنتي روح به د جنت په ښایسته او ښکلي بڼ کې لکه د مرغه په څیر هرې لوري ته الوزې. په پسته اور کې د پسرلي ځینې شیبې موږ ته د جنت د بڼ ځینې تصویرونه او رنګونه را په ګوته کوي.
ښکلې هیواده، ښکلې هیواده
جار دې له خاورې جار دې له باده
د پسرلي ورهء شوای در اوښتلای
له لوی خیبره له لوړ شمشاده ۱۱۷ مخ پسته اور
کله چې د مسافر، او له هیواده لیري استاد پسرلي په زړه کې د خپل هیواد د لیدو هیله او ارزو سر را پورته کوي. نو بیا حاضر شي چې ځان او بل هرڅه د هیواد له خاورو او باده هم ځارکړي. دی موږ ته په پورتنۍ څلوریزه کې یو نادر تصویر وړاندې کوي. هغه دا چې که څوک لکه د پسرلي وریځ یا ورهء غوندې سرګردانۍ، لهاندۍ، ستړیاوې، ها خوا دې منډې او ژړاوې نه شي کولای نو بیا د ژوند له خنډونو او موانعو څخه تیریدل ورته اسانه نه دي. بیا له خیبر او شمشاده د ها خوا خاورې پالل ګران کار دی. د مثال په ډول د وریځي تصویر ته به ځیر شو.
ښکلې هیواده، ښکلې هیواده
جار دې له خاورې جار دې له باده
د پسرلي ورهء شوای در اوښتلای
له لوی خیبره له لوړ شمشاده ۱۱۷ مخ پسته اور
ورهء چې د ژوندانه په بهیر کې لومړۍ د تودې بټۍ په منځ کې په بخاربدلیږي، هوا ته پورته کیږي هالته سړې او تودې او سرګردانه سفرونه پیل کوي او کله چې له دې سختو پړاونو هم تیر شي بیا به هم له ژړاوو او اوښکو سره وکولای شي وطن ته د باران د څاڅکو په څیرځان ورسوي.استاد وايي کاشکي زه ورهء وای چې دا ټولې سختۍ دي هم راباندې راغلې وای چې در تر خنډونو در اوښتلای وای. یا په دې لاندې څلوریزه کې چې د تللیو پسرلیو ارمان کوي. لکه دا:
بیا مې یادیږي تللي څوړمني
د رادهء غاړې، د غرهء لمنې
چې په ګلونو او شنو وښو کې
تورې کیږدۍ وي ځای په ځای پلنې ۱۱۸ مخ پسته اور
**
څوړمنی، د پسرلي یا بهار بل نوم. جمع يي څوړمني، د پسته اور په یوسل او اتلسم مخ کې د تللیو پسرلینو شیبو، راده غاړو، د غره لمنو او په ګلونو او شنو وښو کې د ستړو کوچیانو تورو کیږدیو پسي ارمان شوی. خو که د پسرلي په ښکلي موسم کې همدې د راده غاړې، د غره لمنې، ګلونو او کیږدیو د تصویر او تابلو لیدو ته یوه شیبه ودریږو. نو ترخوا يي موږ ته په ذهن کې ورسره یوه ښایسته ژوندانه تصویر ته دروي. په کیږدیو کې ژوند، شور،ځوږ، د میږو وریو رمباړې، د ماشومانو آوازونه،، په راده کې د مستوڅپو شرهاری د اوبو په سررنګینې پوکڼۍاو دغره په لمنه د ګلانو عطرینه او بلورینه ورشو چې په کې بوراګان، چڼچڼې او… ها خوا دې خوا په الوتواو ریزونو دي. دغسې ژوند په یوه بله څلوریزه کې د جنت له ژوندانه سره هم تشبه شوی. ښايي دا تشبه به هم بی ځایه نه وی. د استاد په څلوریزو کې وینو چې د فرخار د بهار یادونه بیا بیا کوي. په زړه کې يي تل دا هیله وي چې فرخار ته تللی وای، کوم ځای ته چې دی يي بلبلستان بولي لکه دا:
کاشکې بیا لاړی ښکلي دیار ته
بلبلستان ته یعنی «فرخار» ته
هلته چې غرونه، د ښت و دریا يي
وربخښې هر یو مستي بهار ته
***
خو د دې ترڅنګ د پروان، پغمان او شاهمردان نوروزي شیبې هم له یاده نه باسي. هالته هم غواړې د نوروز په ورځ د سیل سره یوځای د نیاز دوعاوې او زارۍ هم وکړي. او په پسته اور کې یادونه کوي لکه دا:
وطن مې بولي هره ساه ځان ته
کله پروان ته کله پغمان ته
چې نوروز یې جنډه دریږي
په نیاز ولاړ یم « شاهِمردان» ته/ پسته اور ۱۷۰ مخ
***
د پسته اور په څلوریزو کې بیا هم وینو چې د نوروز یادونه کیږي، دی وايي که په زړونو کې یوڅه شور او سوز وای نو بیا به ژوند فرحت اندوز له سرور، اتڼ او خوښۍ څخه ډک و. استاد وايي که داسې نو بیا به ژوند لکه نوروز غوندې وای.
که په هر زړهء کې څه شور و سوز وای
د ژوندون سین به فرحت اندوز وای
تل به سرور ؤ تل اتڼونه
ژوند به مو کال بر عید و نوروز وای
۲۰۳ مخ پسته اور
د خپلې لیکنې په پای کې غواړم یادونه وکړم چې د پښتو شعر او ادب په ګلبڼ کې به ډیر کم شعرونه ومومو چې په کې به د بهار، ګل، د چڼچڼو د ریزونو، نوروز، پسته اور، پرخې، بارانې شیبو، تالندې، بریښناو، د شپانه د هی هی نارو، شپیلۍ او دروي د سندرو، د غرونو، درو او… یادونه نه وي شوي. نوروز یا هم پسرلي چې په حقیقت کې هر شاعر ورڅخه تر ډیره بریده الهام اخلي او د لاشعور هغه خبرې ورڅخه کیږي چې په عادي ورځو کې يي یا نه کوي یا يي هم کمي کوي.، د نورو ژوندي سارو په کړو وړو هم اغیز لري نوي ساه پکې پوکي او د حرکت، یون، خوځښت کار او زیار په لوري لارښوونه کوي. د اوس له پاره همدومره
په درنښت.