نوروز په پښتو ادب یا شاعرۍ کې

سیال یوسفی؛ لیکوال او څېړونکی

نوروز چې د تاریخ په اوږدو کې د دې سیمې د لرغونو رسمونو او رواجونو له ډلې یو ګڼل کیږي، له اوږدو پیړیو راهیسې د پسرلي په پیل یا د هوا د بدلېدو او د ژمي له سړو له راوتلو سره د تازه ګۍ او نوې ورځې د پیل په تکل نمانځل کیږي. نوروز یا پسرلی په پښتو ادب او شاعرۍ کې هم ډير ښه یادیږي او ډير ښه مقام لري.

د پښتو ژبې معظم او پیاوړی شخصیت او نابغه شاعر؛ خوشحال خټک یې په تړاو ډير شعرونه او خبرې کړي چې د بیلګې په توګه مو په دې لیکنه کې راخیستي دي.

د نورزو منت په باغ دی په صحرا هم
نوراني یې شي له فیضه هغه دا هم

خوشال بابا

د نوروز یادونه یوازې تر خوشال بابا محدوده شوې نه ده او د هغه عصر، یانې یوولسمې او دولسمې پیړۍ نورو درنو او نومیالیو شاعرانو هم د نوروز او پسرلي په ستاینه کې ترانې، بیتونه، نظمونه او نثرونه کاږلي دي.

روحاني او تصوفي شاعر، عبدالرحمن بابا هم وايي؛

بلبلان پسې نارې وهي رحمانه
د بهار گلونه شوي دي که نه دي

رحمان بابا

بېرته که را وګرځو خوشحال بابا ته نو هغه پوره پوره غزلې د نوروز، نوي کال او نوي پسرلي ستاینې او هرکلي ته وقف کړي دي.

د بیلګې په توګه یې تاسې دا لاندې غزل ولولئ چې په څومره لطافت، نزاکت او مینه یې  د نوروز د نیکمرغیو او کیف یادونه کړې ده:

 

د نوروز منت په باغ دی په صحراهم
نوراني يې شي له فيضه هغه داهم

چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شي
غنيمت ده د ګلونو تماشا هم

لخلخې د نوبهار په هر مشام ځي
ګلدستې یې څنډوي پير و برنا هم

د ګلونو هار په غاړه د دلبرو
شرموي ﻻل و ياقوت لؤلو ﻻﻻ هم

د معشوقو په زلفينو کې ځای وکا
ښايسته ګلونه پاس په اوربل لا هم

ارغوان که بنفشه که شقايق دي
زيبايي لري يوځای جدا جدا هم

په هر ګل باندي ټټر مږي بلبلې
بيا له شوقه په هوا کاندي نوا هم

د هر ګل په مخ چې سر کېږدي بلبله
پرې غلطان غلطان راځي باد سبا هم

په ګلزار پسې بلبله دل کباب ده
په ارمان یې ځيګرخون دی د مينا هم

په هغه زما سلام زما دې هم ياد کا
په ګلزار کې چې نګار لري صهبا هم

څو بهاره مې بې ميو معشوقه ځي
دا خودرای فلک څه چارې که پرما هم

که خوشال د يار وصال په دنيا مومي
تمامي دنيا ترې ځار شه ما فيها هم

خوشال بابا

 

یا داسې چې؛

بـــړ بــــړ راشــه نوروزه دل افروزه

ستا په وخت مې اسوده شي سترګي پوزه

ستا په وخت سترګي د باغ ګلونه ګوري

پوزه هم کاندي د بوئي خوښي اندوزه

غوږ لاهم ستا له طفېله حظ حاصل کا

مــغني شي عندلیب په څـو څـو سوزه

په وصال د معشوقې عاشق فیروز شي

د ګلــزار په وخــت بلبله وې فېروزه

خپ غوږونه ورته څک کړه ګوندي واورې

راز د مـــیني د بــلبلو له لــلوزه

د نوروز له فــیضه بوټي خالي نه دي

فېض یې رسي هم تر سپانځي هم تر ځوزه

که هـــمه عــمر د باغ ګلونه ګورم

زما خوا به پرې سړه نه شي هنوزه

د بهار هوا هر ګوره ښه هوا ده

که افت ورپسې ته نه وی تموزه

په راتله ورلره ډېري خوښي راوړه

په خوشحال باندي دي قدر دی نو روزه

خوشحال خان خټک

 

د غزل بابا، حمزه شینواري بیا په ډير مختلف انداز د یار د زلفو خورېدل او ستوماني ویستل د پسرلي له غوړېدو او را څرګندېدو سره تشبیه کړي او وايي؛

ستوماني یې ویسته زلفې خورې شوې

سپرلي تاندې مړاوې څانګې د سنبل کړې

حمزه شینواری

 

یا یې هغو کسانو ته پیغام چې پسرلي ته بد ګوري؛

 

بد نظر چې کړه سپرلي ته د یار مخ ته

خدایه سترګې په سپرلي کې ورله ګل کړې

حمزه شینواری

 

د لرې پښتونخوا دروند شاعر، اباسین یوسفزي هم د نوروز په تړاو خواږه کلامونه ویلي چې څو نمونې یې دلته وړاندې کوو؛

رنګونه را وریږي چم په چم د پسرلي

په کال کې خو موسم دی یو موسم د پسرلي

ګلونه مې شول داسې په احساس خواره واره

خزان کې هم له ما سره وي غم د پسرلي

جانان له به غنچه د سرو ګلونو ورلیږم

خبر به اباسینه زه راوړم د پسرلي

اباسین یوسفزی

 

له نوروز یا نوي کال یا د پسرلي له راتګ سره ورځې شپې سره برابریږي، نو دا شپې ورځې د تعادل ورځې دي د ښکلا او پسرلي ورځې دي. پښتانه له پیړیو راهیسې د پسرلي د ښه راغلاست لپاره پخپلو ولسي ادبیاتو او موزونو کلامونو کې نښې لري.

له نظمونو، غزلونو او ترانو پرته په پښتو ټپو یا لنډیو کې هم د نوروز، پسرلي او نوي کال یادونې هم په ډير ښه انداز شوې دي؛

د پسرلي په راتلو پوه شوم
جینکو راوړل په اوربل کې ژیړ گلونه

ـــــــــ

د پسرلي نښې ښکاره شوې

په هره پوله سره بنګړي مات شوي دینه

 

نوره نړۍ ژیړ ګلونه د بې وفایۍ نښه بولي خو پښتو لنډۍ یې بیا د پسرلي پیل ګڼي نو له دې ښکاري چې دوی څومره فطرت او طبیعت ته نږدې دي او له نورو مختلف او مخکې یې دغه موضوع څېړلې ده؛

په اختر ته ځه چې زلمی یې

په سپرلي ما پریږده چې راوړم زیړ ګلونه

یا

خاونده بیا دې پسرلی کړ

له وچه ډاګه د لونګو بوی راځينه

یا

په لوړو غرو د خدای نظر دی

په سر یې واورې وروي پا یې ګلونه

د هغه مهال وي چې په غرونو لا د ژمي واورې پرتې وي خو نوروز، نوي کال یا پسرلي یې تر لمنې ګلان زرغون کړي وي او د سپینو غرونو لمنو شین رنګ اخیستی وي.

د استاد نجیب منلي په خبره په پښتو ادب او شعر کې نوي کال، نوروز او پسرلي ټولو یو مفهوم ورکړی او کومه شاعري د پسرلي لپاره شوې هغه د نوي کال مفهوم هم ورکوي او کومه شاعري چې د نوروز لپاره شوې هغه د پسرلي مانا هم افاده کوي.

Blueye TV وب‌سایت
بلوآی یک رسانه دیجیتالی است که برنامه و مستندهای تلویزیونی، پادکست‌‌ها، مجله‌های علمی - پژوهشی «کاخ بلند» و «نوروزنامه» و مقاله‌های پژوهشی را تهیه کرده از طریق وبسایت و شبکه‌های اجتماعی منتشر می‌کند.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Blueye TV