نوروز د آریائیانو لرغونی جشن

پوهاند محمد بشیر دودیال؛ لیکوال او د پوهنتون استاد
د نورو تقویمونو او کلیزو پرتله د شمسي (جلالي)کلیزې توپیر دا دی چې د الله تعالی په قدرت سره دا کال ټیک په هغه ورځ نوی کیږي، چې طبیعت تحول مومي، په ونو- بوټو کې د زرغونیدو نښې را ښکاره، هوا بدله، شپه او ورځ یو برابر شي او ژوندي موجودات د نوې انرژی احساس وکړي او هرڅه نوي شي. په لُغت کې هم نوروز یعنی نوې ورځ.
نوروز د حمل( وري) د میاشتې لومړۍ ورځ ده چی په همدغه ورځ لمر د وري برج ته رسیږي او شپه او ورځ سره برابریږي. همدا د پسرلي پیل دی چې په دغه ورځ ربیعي اعتدال پيښیږي او د پسرلی برابروالی یې بولي. ځینی څیړونکي وایی چې د(نوروز) کلمه یا اصطلاح له دې عقیدې رامنځته شوې چې ویل کیدل به؛ نړۍ د لمریز نظام په راڅرخیدو رامنځته شوې او آدم هم په دغه ورځ خلق شوی دی، نو خلکو ورته (نوې ورځ) نوم ورکړی دی. د دوی په فکر د دې ورځې د درناوي علت همدا دی چی آدم(ع) په دې ورځ خلق شو.
تاریخ لیکلي چی: بامي بلخ د خپل لرغوني تاریخ په بهیر کې، د لویو تمدنونو زانګو وه او د یوه روایت له مخې: (…وروسته تر بابل او نینوا څخه په نړۍ کی همدا دوهم تمدن و.)
د آریایانو پر مهال نوروز د کال د لومړۍ ورځې او د بزګر د جشن د ورځې په توګه او د آریايانو د حاکمیت د پیل د ورځې په توګه وبلل شو او د آریايانو د واکمنۍ په ټوله سیمه یعنی له آمو تر سند پورې او له هند سمندر د عربو تر سمندرګي پورې دغه ورځ لمانځل کیده. د “روضه المنجمین“ په کتاب کی چی “شمیران بن ابی الخیر“ هغه په پنځمه سپوږمیزه پيړۍ کی لیکلی دی، داسی لیکل شوي دي: نوروز هغه ورځ ده چی په هغه کې “کیومرث“ دیو وواژه او جمشید خلکو ته د بخښنې، روغتیا او اوږد ژوند زیری ورکړ، نو ځکه نوروز د آریانا د لرغوني تاریخ یوه ویاړلې ورځ ده. په اوستا کې د نوروز کلمه نه تر سترګو کیږی، خو په پهلوی کتابونو کی، په تیره بیا هغو برخو کی چی تقویم او کلیزه په کی ښودل شوې ده، نودروز خبره پکښی ډیره لیدل کیږي. د بیلګی په توګه: د نوروز جشن پنځه ورځنی جشن (ګاهنبار) دی چی په دی ورځ نړۍ پیدا شوی ده او انسان پکښی پیدا شوی دی.
هغه بله اسطوره چی نوروزي جشن سره یو ځای ذکر شوې ده، هغه خدای ته د دعا کولو اسطوره ده چی د کال په همدی مهال به ترسره کیده، د دغې اسطورې اتل چی د اوړي د میاشتو د غرمو د تودوخې خوشحالي ده او کار یی دا دی چی کله د ژمي دیو په نړۍ باندی یرغل کوي، نو تر ځمکې لاندې پټیږي او تر ځمکې لاندې اوبه تودې ساتي چې ونې او بوټی وچ نشي، د ده بیرته راتګ په پسرلي کی دی. په پسرلي کې د بوټو او ونو شنه کیدل د دغه اتل د بریالیتوب نښه ده. په دې توګه نوروز د ژمي له خوبه د طبیعت د راویښیدو، حرکت او برکت، بریالیتوب او د نیکۍ یو سمبول دی.
زیاترو اخځونو د نوروز د دود بنسټ ایښودونکی او لمانځونکی “یما پاچا“ یا پیشدادی جمشید بولي. یو شمیر نور بیا وایي چې نوروز لومړی ځل کیخسرو ولمانځه. یو شمیر نور وایي چی جمشید پیریانو په هوا کی پورته کړی و، کله چی لمر راوخوت د ده په پرتمین خول او تخت باندې یې زرینې وړانګې پریوتې، ټول خوښ شول او په دې توګه له (جم) سره یې د (شید) کلمه هم اضافه شوه چې (شید) د ځلا او رڼا په معنا ده. دغه نوم په همدې ورځ په جمشید بدل او جمشید داسې وفرمایل: جشن جوړ کړئ!
آریایانو په لرغونو وختونو کې کال په دوو برخو ویشلی و: یو تود او بل سوړ فصل. تود فصل اووه میاشتې او سوړ پنځه میاشتې و، د اوړي په پیل کې به یې رمې او څاروي له غوجلو شنو ورشوګانو ته څرولو ته بیول او د ژمي په پیل کې به یې د ژمي له توښې او وچو وښو سره غوجلو ته راوستل. اوس هم کوچیان د پسرلي په راتګ سره د ایلبندو خواته روانیږي او دوی ته نوروز د همدې خوشحالیو یوه نښه پاتې ده.
نوروز لرونکي تقویم ته د دهقانۍ او بزګرۍ کلیزه هم وايي چې د کرلو او د درمندونو د اخیستو له مخې جوړه شوې وه. په اوستایي کلیزه کې کال دولس میاشتې او هره میاشت دیرش ورځې وه. همدارنګه په هغه مهال کې هرې دیرش دیرش ورځې د ځانګړي نوم لرونکې وې چې لومړی یې “اورمزد روز“ وه، یعنی د اهورامزدا یا د نیکۍ د خدای ورځ. له دې کبله چې اورمزد روز هم د کال پیل و او هم د میاشتی، نو ځکه یی پرتم اوچت و. د ساسانیانو پر مهال د نوروز جشن د خراج او مالیاتو د راټولولو او د سکې د کونډه کولو وخت و. پر دغه ورځ به د دولت لوړ پوړي او مشران یو یو د پاچا دربار ته راتلل او د زردشتي دین علماوو او روحانیونو ته به یی غوږ نیو. د دین علماو به دُعا کوله:« ای پاچا! تل دی ژوندی اوسې! خوشحاله اوسې! ځواني دی تلپاتې اوسه …»
د جلال الدین ملکشاه سلجوقي په وخت کې چې قمري کلیزه د سپوږمۍ له مخی جوړیده، نو ګډوډی پیښه شوه او د میاشتو او ورځو نظم ورک شو. په ۴۵۸ ل. کال د ۴۷۱ ق. کال د رمضان د جمعی په شپه چې له ۱۰۷۹ م. سره برابره وه، دغه ورځ له نوروز سره برابره شوه. پاچا یو شمیر منجمانو ته وویل چې شمسي کلیزه جوړه کړي. نو په دې ډول سره د ریاضي پوهانو او منجمانو په خواریو د یو شمیر محاسباتو له مخې د کال پیل د ربیعی اعتدال په نقطه کې وټاکل شو او په نجومی حساب سره کال دایمي او ثابت په میاشتو، فصلونو او ورځو و ویشل شو. له هغه راهیسې نوروز د حمل د میاشتې اوله او د کال پیل او د پسرلي لومړۍ ورځ شوه چې د نړۍ تر ټولو طبیعی او اوچته لمانځنه او جشن همدا دی، نو ځکه زموږ کلیزې ته جلالي کلیزه وایي.
پښتو او دري/پارسي ادبیاتو کې د نوروز یادونه په نثر او شعر کې شوې ده. د خوشحال خټک دیوان(بیاض) کې څو ځایه نوروز ستایل شوی دی، هغه فرمایی: بار بار راشه ای نوروزه.
په دې ډول سره له لرغونو وختونو موږ د دهقان جشن لمانځو. په کلیو کې نوروز یعنی د کښت او کرنې پیل، د باغونو د سمون او پالنې شروع کول، کولبه او سپاره اخیستل او د کروندی ابادول او د فلاحت لپاره ملا تړل. په دې ورځ کلیو کې نارینه کروندو کې د کښت او کار لپاره وځي او ښځینه د غونډیو لمنو او چمنونو او باغچو ته ځي او د کال د لومړۍ ورځې پر شنو فرشونو خوشحالي کوي. په ښارونو کې د ښوونځیو د پیل وخت وي، متعلمین خوشاله وي، رسمیاتو کې نوی مالي کال پیلیږي او د دفترونو د حاضرۍ کتاب، وارده- صادره نوي کیږي او د کال جنتریانی خپریږي. ویبسایتونه، مجلې او ورځپاڼې خپلې ګڼې له لومړۍ شمارې پیل کوي او خلک یو بل ته په خوشحالۍ سره د نوي کال مبارکی وایي.
ستاسو دې هم نوروز او نوې کال مبارک وي!