د نوروز مفهوم او زموږ کلتور کې یې نمانځنه
لیکوال: پوهاند محمد بشیر دودیال – لیکوال او د پوهنتون استاد

نوروز نه یواځې دا چی د لمر له ګرځېدو سره سم؛ یو شمسي تحول او د شپې او ورځې سره برابرېدل دي، بلکې د بزګرۍ د چارو د پیل وخت دی. اوس چې زموږ عصري دفتري، مالی او حسابي، تعلیمي او شخصي چارې له شمسی کلیز سره برابرې دي، نو د دهقانۍ له چارو پرته، د نورو کارونو تړلتیا مو له دې ورځې سره د دې لامل شوې ده چې نوروز نور هم اهمیت ومومي. پخوا چې دا عصری چارې له شمسی تقویم سره نه وې تړلې هم نوروز زموږ د خلکو په نزد د درناوي وړ و.
په لرغوني لوی افغانستان کې، د نوروز د نورو ترتیباتو تر څنګ به په کورونو کی د نوروز د شپې په مناسبت ځانګړی خواړه برابریدل. خلکو ته (اووه سین) میوه چی د نوروز په شپه جوړیږی، بیل ارزښت لري. د دې دود لرغونتوب په هکله ډیر کره معلومات نشته، خو که له نوروز سره یې اړیکې په پام کې ونیسو، نو ویلای شو چی لرغونتوب یې د آریایي تمدن تر مهال پورې، په تیره بیا جمشید (یما) یا کیومرث او یا هم د تهمورث د باچاهۍ تر وخته رسیږي. د پورتنۍ یادونې له مخې د هفت سین د میوې جوړول ډیر مخکی پیل شوي دي او د نوروز د جشن یوه برخه ګڼل کیده چې د نوروز لپاره جوړ شوی دسترخوان به یې ښایسته کاوه، خو دا هم باید ووایو چې هغه مهال هفت سین دود و.
نوروز د ژمي له خوب څخه د طبیعت د راویښیدو سمبول دی. زیاترو اخځونو د نوروز د دود بنسټ ایښودل او لمانځل (یما پاچا) یا پیشدادی جمشید بولي. یو شمیر نور بیا وایي چی نوروز لومړی ځل کیخسرو ولمانځه. اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو یوه نښه راپاتی ده.
دغه ورځ زموږ ادب کې هم انعکاس لري، او په پښتو ادب کې یې د نوروز ډیر ذکر شوی دی، مثلا خوشحال خټک فرمایي:
د نـوروز مـنـت پـــه بــاغ دی پــه صــحرا هـم
نـــورانـي یـې شـي لـــه فـیـضـه هــغــه، دا هـم
چې پـــه بـــاغ کـې رنـگـارنگ گــلونـه وا شـي
غــــنـیـمت ده د گـــلــــونــــــــو تــمــــاشــا هـم
خوشحال خان بل ځای وایي:
د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي
فیض یې رسي هم تر سپاندې، هم تر ځوزه
که همه عمر د باغ ګلونه ګورم
زما خوابه پرې سړه نه شي هنوزه
د سهار هوا هر ګوره ښه هوا ده
که آفت ورپسې ته نه وای تموزه
په راتله ور لره ډېره خوښي راوړې
په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه!
د نوروز لمانځنه په حقیقت کې د کار او زیار د ورځو او د برکتونو په هیله د حلال رزق د ګټلو په خاطر د الله(ج) په ستر حکمت د پوهیدو راز دی. بزګران په دې وخت کې یومونه را اخلي او پټیو ته وځي ترڅو هلته حلال رزق ګټلو ته چې نیم عبادت بلل شوی دی، ځانونه او خپل پټي چمتو کړي. بزګران په دې ورځ دعا کوي چی ټول کال یې له برکتونو ډک وي. دوی د پاک پرورګار د دغې عطیې شکرانه په کار او زیار ادا کوي.
په ښارونو کی د نوی کال پیل په رسمی او نارسمی غونډو سره لمانځل کیږی چی دیني عالمان په کې وینا کوي، خلک عدل او انصاف ته رابولي او رسمی غونډې د کلام الله مجید په تلاوت او د رسمي چارواکو په ویناوو پیل کیږي. د ښوونځیو زده کوونکي نوی ټولګی پیل کوي، دولت نوی مالي کال پیلوي او د نوي کال بودجه را اخلي. اقتصادي ادارات د نوي کال د پلان په تطبیق پیل کوي. لنډه دا چې په هر څه کې نویوالی راځي. په دی توګه په ګډه دعا کوو چې سږنی نوروز دې الله (ج) ټوله مسلمه امت او په تیره بیا د افغانستان مومن ملت ته نیکمرغه وګرځوي. الله(ج) دی دې هیواد ته ترقي راولي.
ټولو مومنو او خواریکښو بزګرانو او ټولو پتمنو خویندو او وروڼو ته د نوي کال مبارکی وړاندی کوو.