په غزني کې پسرلني دودونه

اسدالله بلهار جلالزی – لیکوال او ژورنالیست

دا چې د نوي کال په را رسیدو سره په طبیعت کې د بدلون نښې نښانې را ښکاره شي، سپیره غرونه، درې او بیدیاوې ورو ورو شنه چپنه واغوندي، د هرکلي او ښې نمانځنې لپاره یې خلک هم د همدې نوې ورځې ځینې له پخوا را پاته دودونه پالي، یو او بل ته د نوي کال مبارکۍ ورکوي او هڅه کوي په خوښۍ له یو بل سره مخ شي.

د نوي کال په ورځ د غزني په ښاري سیمه کې د سمنک پخول او هفت سین تیارول یو بل دود دی. د سمنک لپاره لکه د هیواد د نورو سیمو په څیر تیاری له مخکې نیول کیږي. هغه ښځې چې په دې کار کې تجربه لري د نوروز له را رسیدو مخکې غنم په یوه لوښي کې اچوي، اوبه ورباندې پاشي، کله یې لمر ته او کله یې هم له لمره ګوښه ږدي. څو چې شنه او ریښې وکړي، بیا د غنمو شنه سرونه ترې غوڅ کړي، ریښې او د غنمو دانې ښې میده کوي، اوس خو داسې هم دی چې تر ماشین یې وباسي. جوش ورکوي اوبه یې په یوه بل لوښي کې نینې کوي، دا کار دوه درې ځله تکراریږي. وروسته په همدې اوبو کې مخصوص اوړه ورګډوي، بوره ور اچوي، لوښي کې د ضرورت له مخې اوړه اچوي په نرم اور یې ږدې تر هغوو یې لړي چې پاخه شي.

د سمنک د ښه رنګولو لپاره څو چارمغز هم په اوړو کې وراچوي. کله چې سمنک پوخ شي نو تر یوه بریده یې بڼه لیټۍ ته ورته شي. خو لیټۍ اوبلنه وي او سمنک بیا ټینګ او پوخ چارمغزي رنګ لري. خوړل یې خورا خوندور وي. ډیر خوړل یې هم د هرچا د وس خبره نه ده. البته په ځینو کورنیو کې چې نورې میلمنې هم را بللې شوې، د پخولو پر مهال د سمنک ځانګړې سندره هم زمزمه کیږي.

دویم ډول یې هم بیا اوړه د همدې غنمو په اوبو کې لمدیږي. له اغږلو او سوک ورکولو وروسته د لنډ وخت لپاره په داسې حال کې چې یو پلاسټیک هم ورباندې غوړيدلی وي، ایښودل کیږي، څو خمیره شي. له هغه وروسته یې ذغالي په غوړیو کې ښې و اغږلی شي او په یوه لوښي کې یې چې نرم اور تر لاندې یې بل وي په غوړو کې د وړوکو پراټو په څیر پخیږي. چې تر ډیره د پښتنو په سیمو کې د غوړو څکیو ته ورته وي. چې دا هم د نوروز په ورځ کورنۍ له خپلو خپلوانو سره یو ځای خوري او په خپلو ګاونډیانو یې هم ویشي.

هفت سین (اوه ګونې میوه)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نوروز د ورځې د هرکلي او خوښۍ مراسمو ته د غزني د ښاري سیمو په کورنیو کې لا له وړاندې چمتووالی وي. د دغه لرغوني دود نمانځل لا هم تر ډیره بریده په پخوانۍ بڼه شته.
د نوروز د ورځې د مهمو خوړو« اووه سین » ترکیب داسې دی چې د هرې میوې نوم د «س» په توري پیل کیږي. لکه «مڼه، سیاه دانه، سنجد، سمارق (خریړي) اوږه، سرکه و سبزه» دا نومونه بیا په نورو ژبو کې یو څه توپیر کوي.
باید یادونه وکړم چې داسې میوې هم ممکن په کې وکارولې شي چې ښايي نوم یې د « س» په توري پیل نه شي. د نوروز د ورځې په دې خوندورو خوړو کې، سنځلې، سمنو، ممیز، خوبانۍ، پوست کړل شوي بادام، پسته او چارمغز شامل وي. دا نذر په هره کورنۍ کې برابریږي، روټه، مالګینې کلچې او د فیل غوږونه په نوم خواږه هم د نوروز ورځې لپاره تیاروي، بیا یې د شاوخوا او ګاونډیانو کورونو ته ورلیږي. دا میوه باید سړه وخوړل شي. ویل کیږي چې اووه سینه له اره سنځله ده.
د یادونې وړ بولم چې د همدې دودونو د پاللو ترڅنګ د نوي کال په ورځو کې د غزني ښار ډیری وګړي په تیره بیا ښځې له خپلو ماشومانو او د کورنۍ له غړو سره زیارتونو او هدیرو ته هم ځي او مړو ته دعاوې کوي.

د طاق شاه جنډې پورته کیدل.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کال په لومړۍ ورځ سهار مهال د غزني په زاړه ښار کې دننه د طاق شاه په نوم زیارت جنډه هم د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پورته کیږي. په دې مراسمو کې کټ مټ لکه په مزار شریف کې د دولتي مامورینو ترڅنګ نور خلک هم برخه اخلي. یو شمیر خلک د دغه زیارت په بام په غوړول شویو فرشونو ناست وي او ځینې نور بیا کښته ولاړ وي. زیارت ته د نږدې کورونو په بامونو هم په سلګونو ښځې او ماشومان لیدل کیږي چې د جنډې د پورته کیدو ننداره کوي.
مراسم د قرآنکریم په تلاوت پیلیږي، بیا د ولایت یو مسوول د دولت له لوري د داسې دودونو د پاللو او ورته د کار کولو په برخه کې خبرې کوي. په پای کې د طاق شاه زیارت توغ په داسې حال کې پورته کیږي چې د ډیرو خلکو او آن په بامونو د ناستو ښځو په شونډو، د تکبیر نارې او درودونه جاري وي. وروسته په راغلو خلکو باندې په کاغذي پاکټونو کې وچه میوه ویشل کیږي.
مراسم د ښه، آباد، سوکاله، بسیا او خوشحاله کال په دعا سره پای ته رسیږي.
بیا له همدې ځایه ډیری ځوانان د غزني ښار په ختیځه برخه کې د غره په ډډه کې د « سخي صاحب د نظرګاه» په نوم زیارت ته روانیږي.

د دغه ځای او زیارت په اړه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سلطان محمود غزنوي له زیارت یا هم ووایم د روضې کلي د باغونو پای ته یو زیارت جوړ دی.
دغه ځای ته د حضرت علی کرم الله وجهه (نظرګاه) یا نظرځای وايي، دغه ځای ته زه خپله څو ځله ورغلی یم. یاد شوی زیارت د غره له تیږو جوړې ګومبزې لري، سویل لوري ته یې هم یوه کوټه شته چې کوتر خانه يې بولي. د دغې ودانۍ ختیځ پلو ته یانې شاته یی په یوه ډبره کې د اس د سوو نښې لیدل کیږي، جنوب ته يې یو کچکول، یو لوی ټال او له سپینو ډبرو جوړ د اوبو وړوکی حوض جوړ دی. دا حوض په ځمکه کې کیندل شوی. (له بده مرغه چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په اتمه نیټه دا زیارت په بمونو والوزول شو. خو خلک لا هم ورځي او هلته میلې کوي.)

د نوروز په ورځو کې خلک او دولتی مقامات ورته راتلل، دلته خورا ستره میله وي که څه هم دا ځای د غره په ډډه کې دی، د تفریحي وسایلو او ناستې لپاره مناسب ځای نشته خو د نوروز په ورځ په زرګونو خلک چې ډیری یې ځوانان وي په موټرو او موټرسیکلونو او پلي ورته ځانونه رسوي، دوی له ځانونو سره د کیناستو لپاره فرشونه هم راوړي وي.

دلته ګرځنده هټۍ جوړې وي چې په کې د خوړلو او څښلو هر توکي، میوې، خوراکونه او نوشابي موندلې کیږي، د ښار یو شمیر هټۍ والو د خرڅلاو توکي را انتقال کړي وي. ځوانان غیږې نیسي، اتڼ کوي او هرچا ځان ته په هواره یا د غره په لمنه کې مجلس جوړ کړی وي.
د «گذرگاه سخی صاحب، او د سخی صاحب په نوم زیارت» ته خلک زیات احترام لري. د نوي کال په ورځ يې جنډه پورته کیږي. د جنډې د پورته کیدو پر مهال خلکو یوه حلقه جوړه کړي وي. چې د حلقې خلک ځانونه د طریقت مریدان او د غزنی د اولیاو ارادت مندان ګڼي. دوی په جهر ذکر کوي او په عین حال دا هرڅه بیا په پښتو ژبه وایې د بیلګي په ډول دوی داسې څه وايي (قربان دې شمه پیره په بغداد کې دې لنګر دی ــــ لاس راکه دستګیره ) او یا هم دا شعر په ډیر خوند خوند سره وايي: (خوب وینم عالمه که يي څوک راکې مانه
پروت یم سر مې ایښی د خپل یار په ځنګانه)
چې د شعر د مصرعې سره په پای کې بیا په ښه لوړ غږ هل هل هل هم کوي. دلته آن تر ماښامه پورې میلې دوام کوي. ماشومان هم خپلې سیمه ییزې لوبی کوي په څرخونو کې تاویږي یا هم په ټالونو کې زانګي.
د طاق شاه او سخي صاحب په نوم د زیارتونو د جنډو له پورته کیدو وروسته، د کال په لومړۍ میاشت کې د شیخ علي لالا، حضرت حکیم سنايي، بهلول صاحب او… زیارتونو جنډې هم د خلکو د پراخ ګډون په ترڅ کې پورته کیږي. خلک هلته هم په خپل لګښت د سلګونو خلکو له پاره لیټۍ پخوي. په دې کې د بهلول صاحب د زیارت « دلده» بیا خپل ځای او نوم لري.

په کلیوالو سیمو کې پسرلني دودونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کله چې د لومړي ځل له پاره د پسرلي وږمې را والوزي، پسته اورونه پیل شي، د لومړني باران د څاڅکو په را لویدو سره په کلیوالو سیمو کې ماشومان له خوښۍ نه په اتڼونو شي اودا سندره یې په شونډو جاری شي:
ارګوړي برګوړي
خدای دې یو زوی درکړي
چې په غولې درته ښوري
ولویدو کنګړې
په سرغواړي یو دبی
باران بیا اوري نری
یو موټی اوړه راکړه
ګوړه او خواږه راکړه
د اسمان تورې اوبه راکړه.
دوی په ډلو ډلو کور په کور ګرځي او اوړه ټولوي. دا لرغونی دود لا هم ژوندی دی او تفصیل به یې وروسته راشي.
*****
د دې سندرې دوهم ډول بیا داسې هم دی.
ارګوړي برګوړي
خدای دې یو زوی درکړي چې په ځمکه درته ښوري
بي بي پاتو ولاړه
یو موټکی وړه غواړي
د اسمان خړې اوبه غواړي
د ځمکې شنه واښه غواړي
آ ورېندارې لاس راکه
زرغون وټی په لاس راکه
د اکبر حیدرزي په پاڼه د د غه دود په اړه لولو:
د ماشومانو دغه دود ته موږ(ارګوړي برګوړي) ويل د ارګوړو برګوړو په وخت به يو هلک و چې سپين ږېری به مو ورته ويل او له سپين سره لوبيدونکې جينۍ ته به مو لویه ډاډنګه ويل.
دا دود به د ماشومانو له لوري د ژمي له ختمېدا سره سم او د راتلونکي آباد پسرلي په پار تر سره کېدو. په دغه ورځ به مو وړۀ، غوښه، او داسې… نور خوراکي توکي راجمع کول بيا به مو په يو کور کې پخول او خوړل. د حیدرزي په پاڼه د ارګوړو برګوړو په ورځ د ماشومانو دا سندره داسې خپره شوې:
لوو ډاډنګه اوړۀ غواړي
په مالګه يې توروه غواړي
د آسمان خړې اوبه غواړې
د ځمکې شنه واښه غواړې
خدای دي يو زوی درکړې چې پر غولي درته ښورې
چې ځمکې در پوټی کړې
او ارغلی مو کډې کړې
را وباسئ وړۀ او غوښه چې کال آباد شې

دوهمه سندره

ــــــــــــــــ
لمرختلی باران اوري
ګیدړه وادوي شغال ګوري
په کمیس یې رڼکي پورې
د شنې زرغونې لیکې
تللې پورې ورې
موږ ته اوړه راکړئ
کیږدۍ پاتې لا نورې
خدای دي یو زوی درکړي
وای د نجلۍ مورې
کله به چې ماشومان اوړه را ټول کړي د کلي دکاندار باندې یې خرڅوي او له هغه څخه پتاسې، ژاولې او یا هم کلچې تر ګوتو کوي او یا دا اوړه په کوم کور کې یوې مهربانې ( مور) ته ورکوي هغه ورته حلوا پخوي. په دې ډول د نوي راتلونکي پسرلي شیبې په خوښیو او میلو پیل شي.

د غوایانو خنک کول

ــــــــــــــــــــــــــــــــ
د پسرلي په شپو ورځو کې چې به کله ځمکه یو څه وتره غوندې شوه، پخوا به کلیوالو خلکو غوايي په ځغ کړل او د باندې به يي ورباندې په ځمکه کې څو کرکونو یوې وکړه چې دغه کار ته به یې ( خنک) وایه.

د غوایانو( خنک) کیدل هم یوه پسرلنۍ میله وه. د کلي کابو ټول هلکان به را ورسیدل، یوه به بل ته او بل به بل ته ور نارې کړې. را اوچت شئ غوايي ( خنک) کوي خندا، شور، ځوږ او غږونو به یې د کلي فضا په سر اخیستې وه. د غوایو خنک کیدل هم په حقیقت کې د کلیوالو بزګرانو له خوا د کار لپاره د چمتووالي یو اعلان و. اوس مهال که څه هم تر ډیره حده کرنیزې چارې میکانیزه شوي، خو بیا هم که څوک تراکټورونه نه لري د ځمکې د یوې کولو لپاره یې غوايي ساتلي وي او دا کار کوي.

د بامونو په سر د ستنې کار

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ستنې کار، یا ګنډونو، خولو، لمنو، دستمالونو، مریو د وټویو جوړول له لرغونو دودونو څخه ګڼل کیږي.
د پسرلي په را رسیدو سره چې هواوې یو څه تودې شي او ورځ باراني نه وي نو بیا ډیرې پیغلې چې د ستنې کار کوي خپلو کارونو ته په بامونه دوام ورکوي. دوی هڅه کوي په هغه کور کې راټولې شي چې د کلا دیوالونه یې څه لوړ وي او بهر نه ونه لیدل شي. په بامونو د پیغلو کارونه هم د دوی ترمنځ د اړیکو د ساتلو او هم د خوږو مجلسونو سبب کیږي.

د سامرو او پینډو راوړل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
همدا چې د سړې هوا او واورو لمنه له ځمکې ټوله شي نو په کلیوالو سیمو کې پیغلې او هغه هلکان چې عمرونه یې لوړ نه وي، په ډلیزه او منفرده ډول د سامرو، پینډو، پوڅکیو، ښیځو، غرنيو پیازو او شلخیو په راوړلو پسي وځي. له یوې خوا د طبیعت له مناظرو نه ننداره کوي له بلې خوا سابه ورسره راوړي.

د زیارتونو یا هدیرې تودول

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غزني په ډیری کلیوالو سیمو کې د پسرلي په را رسیدو سره پیغلې په ډله‌ییزه توګه زیارتونو او هدیرو ته وځي. دوی له ځانونو په کاسو کې لاندې کړي اوړه، یو څه غوړي او نغري، سون توکي یا لرګي هم ورسره وړي. هلته نذرونه، ککوړې او ډوډۍ پخوي. دوی له یوې خوا له خدایه د نیکانو او صالحانو په روی مرادونه غواړي، له بل اړخه خپلو مړو پسي هم خیراتونه کوي.

د زیارت تودولو پر مهال کلیوالي پیغلې په یو ډول فالونه هم اچوي. د بیلګې په ډول کله چې پیغلې وغواړي د کومې کورنۍ امیندوارې ناوې راتلونکی ماشوم معلوم کړي چې هلک دی او که نجلۍ، نو بیا د لمدو اوړو څخه په موټ کې د څراغونو په څیر څو ګردې ګردې ټوټې جوړې کړي، په همدې اوړو کې له نورو پټ د اغزیو، یا ځلرګو اغزي ننباسي او د اور په ایرو کې یې واچوي کله چې لږ پاخه شي بیرته یې را وباسي او په منځ کې مات کړي. که د اغزي تیره څوکه ښکاره شوه، انګیرنه یې دا وي چې د ناوې راتلونکی ماشوم به هلک وي او که یې تیره څوکه ښکاره نه شوه بیا وايي چې د فلانۍ اولاد به نجلۍ وي.
دوی د ورځي تر ناوخته په هدیره او زیارت کې د ککړو پخولو ته دوام ورکوي، پاخه کړې ککوړې په لارو کې تیریدونکو خلکو او ماشومانو باندې ویشي. البته باید یادونه وکړم چې د پسرلي په را رسیدو سره، په کلیوالو سیمو کې، د غورځیدنې، کولشترې، خوسي، خاني خاني، نیزه بازي او نورې سیمه‌ییزې لوبې او دودونه هم تر سره کیږي.
د غزني په ځینو پښتنو سیمو کې د کال په لومړۍ ورځ (کوچه) هم پخیږي « په کلیو کې به پخوا د نوي کال په ورځ بیلابیلې غلې او دانې لکه نخود، لوبیا، غنم، نسک، باقلي دا یو ځای سره پخېدل چې (کوچه) به یې ورته ویله او باور دا وو چې د نوي کال په ورځ د دې پخلي تیارول به د کال کرنیز حاصلات (روزي) ډېر کړي.»
چې کله د تالندې او بریښنا غړمبهار د اوبو شرهار، د زرکانو، سیسیو، او خراړو له ککهار او پاس په اسمان کې د زاڼو کړهار د ماشومانو تر غوږو شي نو ژر ژر خپلې موزې او بوټونه په بل مخ کړي، دوی داسې انګیري چې په دغه کار سره به هغوی ګډې وډې شي او را وبه لویږي. دوی د بوټونو له پر مخې کیدو سره داسې سندره زمزمه کوي.
د زاڼو میره د زاڼو میره!
چیغېږې ولې له کومه ویره؟
نیولې موږه په لاس پتیره
اوس مې موزه کړه درته نسکوره
که په موږ راغلې خوند يې وګوره
له تابه ورکه شي لاره نوره
کتار د تاسې به را تاویږي
لوی او واړه به مو هم چغیږي
چې لږ څه ولاړ شي بیا به را لویږي

 

Blueye TV وب‌سایت
بلوآی یک رسانه دیجیتالی است که برنامه و مستندهای تلویزیونی، پادکست‌‌ها، مجله‌های علمی - پژوهشی «کاخ بلند» و «نوروزنامه» و مقاله‌های پژوهشی را تهیه کرده از طریق وبسایت و شبکه‌های اجتماعی منتشر می‌کند.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Blueye TV