ننګرهار او د نوي کال دودونه
حامد عبیدی – لیکوال او د پوهنتون استاد

افغانستان، چې یو لرغونی فرهنګي هېواد دی، د نوي کال (نوروز) د لمانځلو بېلابېل دودونه لري. د ننګرهار ولایت، چې د ختیځو ولایتونو له مهمو برخو څخه دی، هم د نوروز ځانګړي مراسم لري. دا ولایت، چې د خپل ښایسته طبیعت، کرنیزو محصولاتو او میلمهپالنې له ارخه مشهور دی، د نوي کال هرکلی په ځانګړو دودونو سره کوي.
نوروز د افغانستان په کلتور کې ځانګړی ځای لري. دا ورځ د پسرلي پیل او د کرنیزو چارو د نوي فصل نښه ګڼل کېږي. د تاریخ په اوږدو کې، د ننګرهار خلک د نوروز هرکلی د خوښۍ، میلې او فرهنګي مراسمو په بڼه کړی دی.
د ننګرهار خلک د نوروز په ورځ د طبیعت له ښکلا خوند اخلي. ګڼې کورنۍ، دوستان، او خپلوان د شینوارو شنو سیمو، درونټې ښکلا، د غنمو فصلونو، باغونو او د کنړ سیند غاړو لیدو ته ځي، چیرې چې دوی له طبیعت سره د نوي کال هرکلی کوي.
کرنه د ننګرهار د اقتصاد مهمه برخه ده، نو ځکه بزګران د نوي کال په رارسېدو سره د “دهقان جشن” لمانځي. په دې ورځ، بزګران د نوي فصل د ښه حاصلاتو لپاره دعاګانې کوي او ځوانان د کرنیزو چارو د پیل نښه نمانځي.
د نوروز په ورځ په ننګرهار کې بېلابېلې سیالۍ ترسره کېږي. کرېکټ، د آس ځغلونه، نیزه بازي، پټاقۍ او د غیږ نیولو لوبې د ننګرهار د خلکو د تفریح مهمې برخې دي. ځوانان او سپینږیري د دې دودیزو لوبو له لارې د خپل ځواک او مهارت ننداره کوي .
د نوروز په ورځ د ننګرهار خلک ځانګړي خواړه (خوراکي توکي) تیاروي. د سمبوسو، شوله، حلوا، او نور خواږه خوراکي توکي د دې ورځې لپاره مهم دي. کورنۍ یو له بل سره د خوړو مېلمستیاوې کوي او د نوي کال خوښي شریکوي.
همدارنګه په ننګرهار کې د پسرلي په راتګ سره د ګلونو میله لمانځل کېږي. خلک د شنو باغونو، ګلونو، او د بادامو د شکیدلي ګلونو نندارې ته ځي او دغه ورځ لمانځي.
په دې ولایت کې د نوروز د لمانځلو لپاره فرهنګي ناستې او مشاعرې هم جوړېږي. شاعران، سندرغاړي او هنرمندان د نوي کال لپاره ځانګړي شعرونه وایي، موسیقي غږوي او د نوي فصل هرکلی کوي.
د ننګرهار د نوي کال دودونه د دې ولایت د کلتوري بډایتوب ښکارندویي کوي. دا دودونه نه یوازې د خلکو ترمنځ مینه او یووالی پیاوړی کوي، بلکې د دې سیمې د فرهنګ، اقتصاد او کرنیزو فعالیتونو اهمیت هم روښانه کوي. د نوروز دودونه له نسلونو راهیسې دوام لري، او د ننګرهار خلک یې د خپل تاریخ او عنعناتو یوه مهمه برخه بولي.
د طالبانو واکمني او د نوي کال پر لمانځو یې اغېزې
د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره، د نوروز په څېر دودیزو جشنونو لمانځل په افغانستان کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
له 2021 وروسته، طالبان د نوروز په اړه رسمي دولتي مراسم نه ترسره کوي. د تیر جمهوریت پر مهال، د ولایتونو په کچه فرهنګي شخصیتونو او خلکو د نوروز جشن غونډې او میلې جوړولې، خو اوس دا ډول فعالیتونه تر ډېره محدود شوي دي.
له طالبانو وړاندې په ننګرهار کې عام ولس د نوروز په مناسبت میلې جوړولې، تفریحي ځایونو ته تلل، او دودیزې سیالۍ ترسره کولې. خو د طالبانو له راتګ وروسته، دا مراسم کم شوي، او خلک له وېرې ورته غونډو ته زړه نه ښه کوي.
پخوا د ننګرهار فرهنګيانود نوروز راتګ سره سم د مشاعرې ځانګړې غونډې جوړولې. شاعرانو، سندرغاړو او د فولکلوري موسیقۍ مینهوالو د نوي کال نمانځنه کوله. اوس، د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله، فرهنګي فعالیتونه ډېر کم شوي، او حتی په ځینو مواردو کې منع شوي دي.
د طالبانو د تګلارې له مخې، ښځې نشي کولی عامه ځایونو ته د تفریح لپاره ولاړې شي، یا په خلاصو مراسمو کې برخه واخلي. دې د نوروز د دودونو، لکه د کورنیو تفریحي سفرونو، میلو او ګډو محفلونو پر لمانځلو منفي اغیزه کړې ده.
رسنۍ، چې پخوا به یې د نوروز د نمانځلو مراسم په پوره دول خپرول او ځانګري خپرونې یې جوړولې د طالبانو د راتګ ورسته له سختو محدودیتونو سره مخامخ شوي دي. د ځانکړو خبرونو مخه ډب شوې او رسنۍ نه شي کولای د نوروز اړوند خبرونه خپاره کړي.
که څه هم نوروز د افغانانو لپاره یو دودیز او تاریخي جشن دی، د طالبانو تر واک لاندې د وېرې فضا خلک له لمانځلو منع کړي دي. ډېری خلک د دې ویره لري چې که دوی د نوروز جشن ولمانځي، نو له احتمالي بندیزونو یا مجازاتو سره به مخ شي.
په ننګرهار او د افغانستان په نورو سیمو کې د نوروز لمانځنه د طالبانو له راتګ سره له جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي. که څه هم خلک د دې جشن د تاریخي او فرهنګي ارزښت له امله هڅه کوي، چې په شخصي ډول یې ولمانځي، خو عامه او پراخې میلې، رسمي غونډې، او دودیز مراسم تر ډېره نه ترسره کیږي. د طالبانو پالیسۍ، د فرهنګي فعالیتونو محدودیتونه، او د عامه تجمعاتو کنټرول د دې لامل شوی، چې د ننګرهار خلک نوروز د پخوا په څېر ونهشي لمانځلی.