نوی کال او د نوروز جشن

پوهاند محمد بشیر دودیال – لیکوال او د پوهنتون استاد

 

نور باغونه د نوروز په ورځ غوړیږي
په اهاړ کا غوړیـــــده د کــــــابل باغ
( خوشحال خان خټک)

نوروز د ویاړلو آریائیانو (نجیب زاده ګانو) جشن دی. اوس دغه ورځ د افغانستان ترڅنګ په نورو ګاونډیو؛ لکه ایران، تاجیکستان، پاکستان او آن هند کې لمانځل کیږي. سږکال دغه ورځ په نړیواله کچه رسماً وپیژندل شوه. زموږ په ګڼ شمیر تاریخي آثارو کې د حماسو یادونه او زموږ د باتورو نیکونو د کار او کښت د موسم د پیل ورځې او د یما (جمشید) تدبیر او د اوسني افغانستان تمدن، صنعت، سوداګرۍ او د کروندو او بڼونو پریماني له همدې ورځې سره یادې شوې دي.
نوروز یعنی نوې ورځ. له دې څخه موخه د وري (حمل) د میاشتې لومړۍ ورځ ده چی په همدغه ورځ لمر د وري برج ته رسیږي او شپه او ورځ سره برابریږي. همدا د پسرلي پیل دی چی په دغه ورځ ربیعي اعتدال پيښیږي او د پسرلي برابروالی یې بولي. ځینې وایي چې د (نوروز) کلمه له دې عقیدې څخه رامنځته شوی چې ویل کیدل به چی نړۍ د لمریز نظام په راڅرخیدو رامنځته شوی او آدم هم په دی ورځ خلق شوی دی، نو خلکو ورته (نوې ورځ) نوم ورکړی دی. یعنی دغې ورځې ته دیني ارزښت هم ورکړل شوی، چې هغه د آدم (ع) د خلقت ورځ ده.
اما د لرغونې اریانا په اړوند لاسوندونو کې د دې ورځې یادونه تر ټولو ډیره راغلې ده، مثلاً تاریخ لیکلي چې: لرغونی بلخ د پنځه زره کلن تاریخ په ترڅ کې، د لویو تمدنونو زانګو وه او د یوه روایت له مخې وروسته تر بابل او نینوا څخه په نړۍ کې همدا دوهم تمدن و. له ډیر پخوا څخه او د آریائیانو پر مهال نوروز د کال د لومړۍ ورځې او د بزګر د جشن د ورځې په توګه او د آریائيانو د حاکمیت د پیل د ورځې په توګه پیژندل شوې او د آریائيانو د واکمنۍ په ټوله سیمه یعنی له آمو څخه تر سند پورې او له هند سمندر څخه د عربو تر سمندرګي پورې دغه ورځ لمانځل کیده، نن ورځ هم همدغې جغرافیا کې لمانځل کیږي. د روضه المنجمین په کتاب کی چې شمیران بن ابي الخیر هغه په پنځمه قمري پيړۍ کی لیکلي، داسې راغلي دي:
نوروز هغه ورځ ده چې په هغې کی کیومرث دیو وواژه او جمشید خلکو ته د بخښنې، روغتیا او اوږد ژوند زیری ورکړ، نو ځکه نوروز د آریانا د لرغوني تاریخ یوه ویاړلې ورځ ده. په اوستا کې د نوروز کلمه نه تر سترګو کیږي، خو په پهلوي کتابونو کې، په تیره بیا هغو برخو کې چی کلیزه په کې ښودل شوې ده، نوروز پکې ډیر لیدل کیږي. د بیلګې په توګه پکې راغلی چی: د نوروز جشن پنځه ورځنی جشن (ګاهنبار) دی چی په دې ورځ نړۍ پیدا شوی ده او انسان پکې پیدا شوی.
هغه بله اسطوره چی نوروزي جشن سره یو ځای ده، خدای ته د دعا کولو اسطوره ده چې د کال په همدې مهال به ترسره کیده. د دغې اسطورې اتل چی د اوړي د میاشتو د غرمو د تودوخې خوشحالي ده او کار یی دا دی چی کله د ژمي دیو په نړۍ باندې یرغل کوي، نو تر ځمکې لاندې پټیږي او تر ځمکې لاندې اوبه تودې ساتي تر څو ونې او بوټي له منځه لاړ نه شي. د ده بیرته راتګ په پسرلي کې دی. په پسرلي کې د ونو غوټۍ د دغه اتل د بریالیتوب نښه ده. په دې توګه نوروز د بریالیتوب یو سمبول او په جګړو کې د نیکۍ عنصر دی. همدارنګه آریائیانو په لرغونو وختونو کې کال په دوو برخو ویشلی و؛ یو تود او بل سوړ فصل. تود فصل یې اووه میاشتې او سوړ یې پنځه میاشتې ښودلی و. ځینی وخت به اوړی دوه میاشتې او ژمی لس میاشتې، ځینی وخت اوړی اووه میاشتې او ژمی پنځه میاشتی و.
د اوړی په پیل کی به یې رمې او څاروي له غوجلو څخه شنو ورشوګانو ته څړولو ته بیول او د ژمي په پیل کې به یی د ژمي له توښې او زیرمې سره غوجلو ته راوستل. په دې توګه دواړو ته یې د کال پیل وایه او خوښي به یې کوله. نن ورځ هم د نوروز له ورځې سره سم د آسونو، کچرو او خرو څټونه او لکۍ سکښتل کیږي. داسې ویل کیږي چې دا خبره له هماغه وختو را پاتې ده. په دې ورځ کروندګر کروندو او باغونو ته وځي او بڼونه صفا کوي او کروندې پستوي، ترڅو تخمونه په‌کې وکري. په دې توګه ویلای شو چې بزګري کلیزه د کرلو او د درمندونو د اخیستو له مخې جوړه شوې وه. په اوستایی کلیزه کې کال دولس میاشتې او هره میاشت دیرش ورځې وه. همدارنګه په هغه مهال کې هرې دیرش – دیرش ورځې د ځانګړي نوم لرونکې وې چی لومړی یی (اورمزد روز) وه یعنی د اهورامزدا یا د نیکۍ د خدای ورځ. له دې کبله چی اورمزد روز هم د کال پیل و او هم د میاشتې، نو ځکه یې پرتم اوچت و.
د ساسانیانو پرمهال د نوروز جشن د خراج او مالیاتو د راټولولو او د سکې د دوران کولو وخت و چې د اوړي موسم سره برابر و، یعنې دا له صیفي انقلاب (د اوړی د فصل د میوو او کرنې وخت) سره برابر و. دا مهال به نعمتونه پریمانه وو، غلې دانې به راټولې شوې وې او میوه به هم پیدا کیده. په داسې وخت کی به د زردشتیانو امام د سرو زرو له جام، ګوتمۍ، دینار (د سروزرو پیسی) او درم (د سپینو زرو پيسې) او یو ګورت تازه شنیلې سره چې توره، لیندۍ، مشواڼۍ او قلم به هم ورسره وو د پاچا دربار ته راته او پاچا ته به یې دعا او ستاینې کولې. وروسته به د دولت لوړپوړي او مشران یو یو د پاچا دربار ته راتلل او د زردشتی دین علماوو او روحانیونو ته به یې غوږ نیوه. د دین علماوو به پاچا ته ویل:
« ای پاچا! تل دې ژوندی وی! خوشحاله اوسې! ځواني دې تلپاتې اوسه…»
په پښتو ادب کې هم د نوروز ډیر ذکر شوی دی، مثلا خوشحال خټک فرمایي:
د نـوروز مـنـت پـــه بــاغ دی پــه صــحرا هـم

نـــورانـي یـې شـيلـــه فـیـضـه هــغــه، دا هـم

چې پـــه بـــاغ کـې رنـگـارنگ گــلونـه وا شـي

غــــنـیـمت ده د گـــلــــونــــــــو تــمــــاشــا هـم
زموږ لیکوالو او شاعرانو دغې بختورې ورځې ته د خوښیو د زیري راوړونکي په توګه کتلي دي. علامه رشاد او لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د نوروز تاریخی شالید تر ټولو ښه شنلی او له معلوماتو ډکې مقالې یې زموږ په واک کې شته. د تاریخ په شهادت:
د جلال الدین ملک‌شاه سلجوقي په وخت کې چې قمري کلیزه د سپوږمۍ له مخې جوړیده، نو ګډوډي پیښه شوه او د میاشتو او ورځو نظم ورک شو. په ۴۵۸ لمریز کال د ۴۷۱ قمري کال د رمضان د جمعې په شپه چی له ۱۰۷۹ میلادي کال سره برابره وه، دغه ورځ له نوروز سره برابره شوه. پاچا یو شمیر منجمانو ته وویل چی شمسي کلیزه جوړه کړي. نو په دې ډول سره د ریاضي پوهانو او منجمانو په خواریو، د یو شمیر محاسباتو له مخې د کال پیل د ربیعي اعتدال په نقطه کې وټاکل شو او په نجومي حساب سره کال دایمي او ثابت وټاکل شو. په دې ډول نوروز د کال پیل او د پسرلي لومړۍ ورځ شوه چې د نړۍ تر ټولو طبیعي او اوچته لمانځنه او جشن همدا دی، نو ځکه زمونږ کلیزې ته جلالي کلیزه وایی. حافظ وایی:
می اندر مجلس آصف به نوروز جلالی نوش
که بخشد جرعه جامت جهان را ساز نوروزی
ابوریحان البیرونی خپل (آثارالباقیه) کې دغه اووه خوراکونه ښودلي دی، خو د هغو لومړني توري یې نه دي ښودلي، حال دا چی د نوموړي په باور به دغه اووه میوې یا غلې- دانې دا وې: غنم، وربشې، مۍ، باقلي، نخود او داسې نور چی دا هره یوه دانه د برکت او پریمانۍ استازیتوب کوي. ممکن دغه د سین توري به یو وخت کی (چین) و چی موخه ور څخه راټوله شوې میوه ( چیدن، چیده شده) وه چې ورو ورو چین په سین بدل شوی دی چې خلکو بیا اووه چینې لوښي ګڼلي دي او یا له هغو څخه هغه لوښي تعبیر شوي چی په هغو کې خواږه او نور خوراکونه ایښودل شوي وي.
اوس چی خلک نوروز کی کوم اووه خوراکونه جوړوی او نومونه یې په دري ژبه کې په سین پیل کیږي هغه دا دي: سابه، سرکه، سمنک، سنځله، هوږه، خریړی او مڼه.
زموږ هیواد کې ځینې وخت هفت سین میوه کې وچه میوه هم ورګډیده لکه پسته او ممیز او نور. خو خلکو به نوروز کې دغه میوې چمتو کولې: زردالو (قیسی)، شکرپاره، مُنقه، سنځلی، پسته، بادام او ممیز. دغه اووه میوی به یی په تودو اوبو کې کیښودې او بیا به چی پستې شوې، هغه به یې خوړلې.
تا هفت میوه سرد شد و دلپذیر گشت
دل گرمیم ز جانب آن ناگزیر گشت
د نوروز دغه هفت سین میوې ادبیاتو کې ځانګړی ځای وموند او زموږ یو شمیر لیکوالو په دې برخه کې خواږه شعرونه ولیکل. هغه لومړنی شاعر چی لومړی ځل یی (هفت سین) خپله قصیده کی وکاراوه، هغه قاآنی و، هغه لیکي:
عید شد ساقی بیا، در گردش آور جام را
پشت پا زن دور چرخ و گردش ایام را
سین ساغر بس بود ای ترک، ما را روز عید
گر نباشد هفت سین رندان دُرد آشام را
خلق را بر لب حدیث جامۀ نو هست و من
از شراب کهنه میخواهم لبالب جام را
هر کسی شکر نهد بر خوان و بر خواند دعا
من زلعل شکرینت طالبم دشنام را
هر تنی را هست سیم و دانۀ گندم به دست
مایلم من دانۀ خال تو سیم اندام را
سیر بر خوان است مردم را و من از عمر سیر
بی دلارامی که برده است از دلم آرام را
پسته و بادام، نقل روز نوروز است و من
با لب و چشمت نخواهم پسته و بادام را
عود اندر عید میسوزند و من نالان چو عود
بی بتی کز خال هندو ره زند اسلام را
یکدیگر ر اخلق میبوسند و من زین غم هلاک
کز چه بوسد دیگری آن شوخ شیرین کام را
سرکه بر دستارخوان خلق و همچو سرکه دوست
می کند بر ما ترش رنگین رخ گلفام را

او دا هم د خوشحال خان خټک له دیوان څخه یوه تحفه:

بړ بړ رایشــــــــــــــــه نوروزه دل افروزه!

ستا په وخت مې آسوده شي، سترګې پوزه

ستا په وخت سترګې، د باغ ګلونه ګوري

پوزه هم کاندې د بوی خوښي اندوزه

موږ لا هم ستا له طفیله حظ حاصل کا

مغني شي عندلیب په څو-څو سوزه

په وصال د معشوقې عاشق فېروز شي

د ګلزار په وخت بلبله وي فېروزه

خپل غوږونه ورته څک کړه، ګوندې واورې

راز د مینې د بلبلو له للوزه

د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي

فیض یې رسي هم تر سپاندې، هم تر ځوزه

که همه عمر د باغ ګلونه ګورم

زما خوا به پرې سړه نه شي هنوزه

د سهار هوا هر ګوره ښه هوا ده

که آفت ورپسې ته نه وای تموزه

په راتله ور لره ډېره خوښي راوړې

په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه!

Blueye TV وب‌سایت
بلوآی یک رسانه دیجیتالی است که برنامه و مستندهای تلویزیونی، پادکست‌‌ها، مجله‌های علمی - پژوهشی «کاخ بلند» و «نوروزنامه» و مقاله‌های پژوهشی را تهیه کرده از طریق وبسایت و شبکه‌های اجتماعی منتشر می‌کند.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Blueye TV